اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) د ګلګت ??لتستان او كشمير چارو وفاقي وزير چوهدري مح??د برجېس طاهر وئيلي چې مح??د نواز شريف د مسلم ليګ (ن) بنيادي او مركزي ستن ده او د پاكستان پرمختګ او د (ن) ليګ په كاميابۍ كښې د ده بنيادي كردار دے۔ د مح??د نواز شريف نه غېر د مسلم ليګ (ن) تصور هم امكان نه لري او هم دا سوب دے چې نن مخالفين او د عمران په شان سازشي سياستمدار مسلم ليګ (ن) د سياست څخه لرې كولو له مح??د نواز شريف او دده كورنۍ په نښه كوي۔ د خالي په ورځ خپل يو بيان كښې ده ووئ??ل مخالفين دا باور لري كه نواز شريف د مشرتابه څخه اخوا كړې شو نو بيا به اقتدار ته ددوئي رسېدل آسان شي۔ ده ووئيل نواز شريف خواري كولو سره خپل ګوند مضبوط او ګلګت ??لتستان څخه تر آزاد كشمير او بل??چستان ئې يو مقبول جماعت جوړ كړے۔ ده ووئيل د پاكستان د اتومي هېواد جوړېدو او د سي پېك په ډول د ګېم چېنجر منصوبو كرېډټ هم نواز شريف ته ځي۔ ده ووئيل د پاكستان اولس به د مخالفينو لخوا د نواز شر??ف په نښه جوړولو سره د مسلم ليګ ن كمزورې سازش ناكامه كړي او وخت به داثابت كړي چې يوازې مسلم ليګ (ن) خپل لارښود نواز شريف سره كلك ولاړ وي بل??ې د ټول پاكستان وګړي به ورسره ولاړ وي۔