پېښور۔ 29 اکتوبر(اے پی پی) د وزيراعظم سلاكار او د مسلم ليګ (ن) صوبائي صدر انجينئر امير مقام وئيلي چې تحریک انصاف طاهر القادری،جمعیت نظریاتی او مولانا سمیع الحق ځان سره د اخستلو باوجود د كال 2013 په مقابله كښې 8 زره كم ووټ اخستلي دي۔ سره د ټګۍ او درې ګوندونو سره د اتحاد كم ووټ اخستل د تحريك انصاف سياسي م??ګ دے۔ دا ماتې خوړل د تحريك انصاف د خپله لاسه دي په دې اعلی وزير پروېز خټك بايد استعفی وركړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده پېښور كښې د حلقه اېن اے فور ګوند مشرانو او كارمندانو ته خپل خطاب كښې وكړه۔ ??ه ووئيل اعلی وزير هر ځائې د جن??ن خبره كوي٬ په تحريك انصاف كښې يواځې جن??ن پاتې شوې باقي خېر خېريت دے۔ ده ووئيل په حلقه اېن اے فور كښې د پرمختيائي كارونو پېل ما كړے وو او كه لوئے څښتن ته منظور وي نو سباؤن كښې به هم د كومې قربانۍ څخه سرغړونه نه كېږي۔ ده ووئيل په دې حلقه كښې پرمختيائي كار تندۍ سره روان دے۔