اسلام آباد15 نومبر (اے پي پي) د اطلا??ات او خپرونو دوهم?? وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي د قانون دوه مخيزه نه شي كېدې٬كله چې انصاف نه ښكاري نو پوښتنې به كېږي٬يو ټاكل?? وزيراعظم د اقامې په بنياد كور ته لېږلې شوې٬په هغه د كرپشن كوم تور نشته٬تورونه او ثبوتونه لټولې كېږي٬د جے آئي ټي راپور تراوسه عبوري دے٬د كوم واليم 10 چې اوس جوړېږي او شريك قانوني معاونت تراوسه نامكمله دے۔د شورو په ورځ د احتساب عدالت په خوا كښې مېډيا سره په خپلو خبرو كښې دې ووئيل مريم نواز چې كوم ټوېټ كړے هغه پوښتنې ټو?? قام كوي خو د هغې ځ??اب به په 2018 كښې د پاكستان اولس وركوي٬ دې ووئېل يو اشتهاري كوم چې دوه كاله پس د ترهه ګرۍ عدالت ته وړاندې شو د هغې نه پس هم د هغه پريكړه محفوظ كړې شوه۔دې ووئيل وړومبې درخواست كوم چې سپريم كورټ كښې دائر شوے ؤ هغه منلې كېږي هم او بل خوا يو داسې پريكړه شوې د كومې تور او ثبوت چې نن هم لټولې شي او په هغې يو ټاكل?? وزيراعظم كور ته لېږلې كېږي۔دې ووئيل محمد نواز شريف يو اولسي لارښود دے او ټول دا حق لرې چې انصاف وكړې شي