اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي چې پاكستان د روغتيا څانګې ته ډېر زيات اهميت وركوي٬د روغتيا بنيادي ډهانچې ښه والي او د اولس معياري طبي خدماتو لپاره هر ډول ګ??مونه پورته كولې شي۔ ده دا خبرې د رائل كالج آف فزېشنز برتانيې پلاوي سره په خبرو كښې وكړې كوم چې د جمعې په ور?? د ??در جين ډيكر په مشرۍ كښې په ايوان صدر كښې اولس مشر سره ملاقات وكړ??۔پ?? پلاوي كښې آئن بولك٬پروفيسر علي جواد٬ پروفيسر عامر غفور خان٬پروفيسر جاودې اكرم او سټيوكرمپ شامل وو۔ د روغتيا خذماتو وزارت او د ايوان صدر كاركوونكي هم پھ دې موقع موجود وو۔ اولس مشر د پاكستاني ډاكټرانو او رائل كالج آف فزېشنز شراكتداري ستائېلو سره ووئېل چې د شريكو هڅو د لارې د”فيوچرهاسپېټل پاكستان”پشان پروژې به د رنځورانو معالجې لپاره يو غوره مثال وي۔ ده په دې خبره زور راوړ?? چې مونږ په ګډه عامې روغتيا ته رامخې ته شويو خطرو لرې كولو كښې د مرستې كردار ادا كولې شو۔ اولس مشر ووئيل چې پاكستانې ډاكټرانو سره د مرستې لا زياتولو ضرورت دے۔ اولس مشر ممنون حسېن په پاكستان كښې د رنځورانو معالجې په اړه په كنفرنس جوړولو كښې د آر سي پي هڅې وستائلې۔ ده ووئيل چې دا هڅه به د مېډيكل تعليم معيار ښه كولو لپاره ګټوره ثابته شي۔ اولس مشر د آر سي پي په پنځه سوه كلونو دستورو مباركي وركړه او په پاكستان كښې يې دې لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔