اسلام آباد 15 مارچ (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي هېواد كښې امن او استحکام څخه ځانله د پرمختګ او خوشحالۍ منزل ترلاسه كېدې نه شي۔ تر كال 2025ء به د پاكستان شمېره د نړۍ په اولنو 25 معيشتونو كښې ??ېږي۔ ډېرې كاميابۍ مو ترلاسه كړي۔ په ټول هېواد كښې د پرمختګ منصوبې جاري دي۔ څلور كاله وړاندې مونږ او نن ترهګر محاصره دي۔ په هره ضلع كښې به یونیورسټی کېمپس جوړولې شي۔ لېپ ټاپ فار آل سکیم پېل كولې شي۔ د زيارت په ورځ د پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سکیورټی سټډیز ترسېوري لاندې د “قومیت او پاکستانیت” په سرخط سيمينار ته ??پل خطاب كښې ده وو??يل موجود دور تندۍ سره د بدلون او بدلېدونكې نړۍ دور دے۔ زما د نسل كسانو د تختۍ او سلېټ څخه تر ټېب او نوټ بك سفر ليدلې۔ نن سكولونو كښې د تختۍ او سلېټ په ځائې پی سیز او فورجی ټیکنالوجیز كارولې شي۔ د چاک په ځائې فور جی او د سلیټ په ځائې کمپیوټر سکرین راغلې۔ دا سفر دوه درې لسيزو كښې شوې۔ ده وو??يل تېرو پېړو كښې به لوئي واړه خوړل ولې اوس فاسټ سلو خوري۔ ده وو??يل يو وخت داسې وو چې په عسكري قوتونو به د قامونو د پرمختګ انحصار وو٬وسله ٬ ميزائل او ټېنك ددفاع ضمانت وو ولې نن د كوم قام د سلامتيا او پرمختګ انحصار په علم او معيشت دے۔ د چا چې معيشت مضبوط نه وي هغه سره كه د ټولې نړۍ وسله وي خپله دفاع كولې نه شي۔ د روسيه مثال زمونږ په وړاندې دې۔ ده وو??يل په كال 1979ء كښې د چین مفکر خپل اولس ته نوې لاره ښودلې وه او ده د معيشت د مضبوطولو خبره كړې وه۔چين كله هم د سي??سي استحكام سودا كړې نه ده ځكه معاشي طاقت جوړ شو۔ وفاقي وزير وو??يل په كال 1980ء كښې د چین سړي سر آمدن 200 ډالر او د پاکستان 300 ډالر وو ولې نن د چين سړي سر آمدن 8 زره ډالره ??و زمونږ 16 سوه ډالر دے۔ كال 1960ء كښې د سوئيلي کوریا برآمدات 16 ملین ډالر او د پاکستان 2000 ملین ډالر وو۔ ده وو??يل نن د 70 كاله قامي سفر كولو څخه وروستو زمونږ وړاندې يو بنيادي سوال دے چې مونږ به څنګه د اقتصادي پرمختګ په مېدان كښې تندۍ سره روان شو۔ كه مونږ خپل ځان د معاشي طاقت په روپ كښې ښكاره نه كړو نو يوازې د پاكستانيت لېكچرو سره به د زلمو مسئله حل نه شي۔ ده طالبعلمانو ته ??ا خبره ياده كړه چې علامھ اقبال د قائداعظم محمد علی جناح برطانیې څخه بېرته ??اوستلو له چې كوم دليلونه وړاندې كړل هغو كښې تر ټولو زيات زور د مسلمانانو په اقتصادي او معاشي بدحالۍ راوړلې شو۔ ده باور وركړو چې ھندوستان كښې ??سلمانان په معاشي توګه مخ په وړاندې تلې نه شي۔ ده وو??يل پاكستان جوړېدو څخه وروستو مونږ سره دفتر لپاره ځائې نه وو۔ نه بجټ او نه كارخانې۔ ولې لارښود راسره وو چاته چې د منزل ترلاسه كېدو يقين وو۔ او د چا په مشرۍ كښې چې په 7 كاله كښې ??سلمانانو د نړۍ تر ټولو لوئے اسلامي هېواد ترلاسه كړې وو۔ ده وو??يل كه مونږ عزم سره كار وكړو نو تر كال 2025ء د پاكستان شمېره د نړۍ په اولنو 25 معيشتونو كښې ??ېدې شي۔ دې مقصد لپاره بايد اولس يو موټې شي۔ ده وو??يل مونږ ته وئيلې شي چې هر څه خراب دي۔ حالانكه داسې نه ده۔ كوم هېواد چې خپل سفر په داسې حالت كښې ??ېل كړې چې كاغذونو كښې ??ګولو له ئې كامن پنونه هم نه لرل نن هغه د نړۍ 7م اتومي طاقت جوړ شوې۔ نو څه خو ښه هم شته۔ كال 2013ء كښې ??اکستان په نړيواله كچه د نړۍ تر ټولو خطرناك هېواد ګرځولې شو ولې نن نړۍ پاكستان رامخې ته كېدونكې معيشت ګرځوي۔ په كال 2013ء كښې د ترهګرۍ راج وو او نن په اوونيو او مياشتو كښې د ترهګرۍ كومه پېښه نه رامخې ته كېږي۔ په بلوچستان كښې حالت دا وو چې قامي بېرغ پورته كول جرم وو ولې نن د بلوچستان په لرې پرتو سيمو كښې ??م قامي بېرغ پورته كولې شي۔ ده وو??يل روان كال څخه لېپ ټاپ فار آل سکیم پېل كولې شي۔ دستورې ته ?? ادارې مشر مېجر جنرل (ر) سعداللھ خټک هم خطاب وكړو