اسلام آباد۔20مارچ( اے پی پی) دفاع لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ وئيلي دي د اوسنو چېلنجونو لامله د پاكستان مېري ټائم ??ېكټر به لا مستح??م كول وي۔ دا خبره د چیئرمېن شېخ روحالی اصغر په مشرۍ كښې د كمېټۍ غړو د نهې په ورځ د پاکستان مېری ټائم ??ېکورټی ایجنسۍ (پی اېم اې?? اے) هېډكوارټر دورې په مهال وكړه۔ هېډكوارټر ته په راتلو د پ?? اېم اې?? اے ډائرېكټر اېډمرل ذکاء الرحمن اې?? آئی (اېم) غړو ته هركلې ووې۔ كمېټۍ ته ووئيلې شؤ چې په كال 1987ء كښې جوړ شوې اېم اې?? اے د پاكستان يوازنۍ مېری ټائم لاء انفورسمنټ ایجنسی ده كومې ته چې د پاكستان ټولو سمندري حدونو كښې د قامي او نړيوالو قانونونو ٬ لوظنامو او كنونشنز نافذ كولو مېنډېټ ترلاسه دے۔ دا ايجنسي د يو شمېر سمندري پلېټ فارمز سره سره الوتكې هم لري۔ د كمېټۍ غړو ته ووئيلې شو پی اېن اې?? اے ژورو اوبو سره د پاكستان د سمندرونو داخلي حدونو كښې هم فعاله آپریشنز كوي۔ غړو ته د مهم ریسرچ او رسکیو، غیر قانونی ښكار ٬ د نشائي توكو قاچاق مخنيوي آپریشنز په شمول د پی اېن اې?? اے صلاحیتونو په اړه ووئيلې شؤ۔ د كمېټۍ غړو ته د پی اېن اې?? اے صلاحیتونو كښې زياتوالي له نوې مجوزه منصوبو كښې د جهازونو شموليت ٬ فاسټ بوټس او د انفراسټركچر پرمختګ په اړه هم بريفنګ وركړې شو۔ د قامی اسمبلۍ غړي پی اېن اې?? اے كښې د شامل كړې شوي اېم پي وي د لارې سمندر ته يوړلې شول چرته چې دوئي د بېلو آپریشنل هلو ځلو ننداره وكړه او د جهاز عملې او چارواكو سره ئې خبرې وكړې۔ كمېټۍ د پ?? اېن اې?? اے عملې او افسرانو د پېشه ورو صلاحيتونو ستائنه وكړه۔ كمېټۍ دا خبره ومنله چې د اوسنو چېلنجونو لامله د پاكستان مېري ټائم ??ېكټر به لا مستح??م كول وي۔ کمیټۍ د پاکستان سمندری پولو ساتنې او اقتصادي ګټو كښې كردار ترسره كولو له د هر ډول ممكنه مرستې باور وركړو