اسلام آباد 10 مئي (اے پي پي) پاکستان د لغوه ډلې جماعت الاحرار لارښود خالد خراساني نامه د ترهګرو په لسټ كښې په نه شاملولو د ملګرو ملتونو په پرېكړه د مايوسۍ څرګندونه كولو سره وئيلي دي دې سره د نړيوالې ادارې دوه مخ??ز معيار په ډاګه شوے ٬ د ملګرو ملتونو پرېكړه د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د قربانيو نفي ده٬ ملګرو ملتونو كښې به د خالد خراساني معامله بيا پورته كوٶ٬ نړيواله ورورولي دي د كشمير كشالې سپ??ځلې هواري له خپل كردار ترسره كړي٬ د خپلواكۍ حق جائزو هلو ځلو له به د كشميريانو ملاتړ دوامداره ساتو۔ د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل د خبرلانو د پوښتنو ځوابونه وركولو سره ووئيل د ملګرو ملتونو په سېكيورټي كونسل كښې د لغوه ډلې جماعت الاحرار لارښود عمر خالد خراساني نامه د ترهګرو په فهرست كښې په نه شاملولو مايوسه شوې يو٬د د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د قربانيو نفي شوې ۔ ويا??د ووئيل د لغوه ډلې د ترهګرو لاسونه د بې ګناه پاكستانيانو په وينو رنګ دي۔ ويا??د ووئيل پرېكړې څخه د نړيوالې ادارې دوه مخ??ز معيار په ډاګه شوې او د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې زمونږ د قربانيو نفي شوې۔ د كشمير پحقله ويا??د ووئيل د كشميري اولس د خپلواكۍ حق لپاره هڅې كوي٬ هند كله هم د كشميريانو حوصلې له ماتې نشي وركولې٬ د كشمير كشاله د كشميريانو د خپلواكۍ حق سره هوارېدې شي۔ ده ووئيل پاكستان هند سره د كشمير پشمول په ټولو تصفيه طلب معاملو خبرو اترو له چمتو دے۔ وياند په نړيوالې ورورولې ټېنګار وكړو چې ھغويې كشميري اولس سره لوظونه عملي كولو سره د كشمير د اوږدې مودې شخړه هوارولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔ ويا??د ووئيل د مئي په 6مه نيټه ډهاكه كښې د او آئي سي خارجه وزيرانو په كنفرنس كښې په متفقه توګه د شخړيز كشمير كشالې پحقله 5 قراردادونه منظور كړې شول٬ قراردادونه د جمو او كشمير په شخړه٬ د پاك هند سوله ايزو خبرو اترو٬ هند كښې د مذهبي ځايونو په تحفظ٬ د او آئي سي غېر جانبداره هيومن رائټس كمې??ن په جوړولو او شخړيزو سيمو يا هېواد كښې د او آئي سي او د مسلم كميونټي ترمېنځه اقتصادي مرستې پشمول وو۔ د پي ټي اېم پحقله د يوې پوښتنې په ځواب ويا??د ووئيل نړۍ كښې چرته هم كډوالو ته د سياسي هلو ځلو اجازه نه وي٬ په پاکستان كښې هم دغه قانون لاګو ??ے۔ د پاك امريكې اړيكو پحقله ويا??د ووئيل روسيې سره زمونږ اړيكې په ښه كېدو دي خو امريكې او ناټو سره هم زمونږ اړيكې ښې دي۔ ويا??د ووئيل امريكې سره په ټولو موضوعاتو خبرې روانې دي۔ د هند په او آئي سي كښې د مبصر په حېث د شاملېدو تجويز پحقله ويا??د ووئيل دا معامله كله هم د او آئي سي په اېجنډا شامل نه وه ۔