اسلام آباد 24مئي (اے پي پي)وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي د انجونو پشمول پاكستاني ځوانان ډېر صلاحيت او د ژوند په هر اړخ كښې مخ په وړاندې تللو او د نړۍ د مقابلې ټول صلاحيتونه لري۔ده دا خبره نېشنل پوهنتون آف سائنس اينډ ټېكنالوجي(نسټ)زده كونكو يو ډلې سره د خبرو په مهال د زيارت په ورځ پھ خپل دفتر كښې وكړې۔دې زده كوونكو د انټرنېشل فارم??لا ??ټو??نټ كمپيټېشن كښې ګډون لپاره يو ريسنګ موټر جوړ كړی كوم به چې سلور سټون كار ريسنګ ټرېك برطانيه كښې په راروانه جولائي كښې منعقد كېږي۔د انجونو ډلې وزيراعظم ته خپل جوړ كړی ريسنګ كار وښودلو۔وزيراعظم د زده كوونكو په خوارۍ او مينه خوشحاله شو او د ريسنګ كار په جوړولو كښې يې د دوي تكنيكي صلاحيتونه او مكينيكل هنرمندي وستائېله۔وزيراعظم ووئيل ستاسو غوندې زيرك ځوانان د هېواد وياړ او اثاثه ده څوك چې د ګران هېواد لپاره اعلٰی كاميابۍ او اعزازات ګټلې شي۔15 كسيزه ډلې”ټيم اوج”پھ پ??له پسې هڅو او خوارۍ په انټرنېشنل فارم??لا ??ټو??نټس كمپيټېشن كښې د رجسټرډ ګډون كوونكو په حېث ??ا مقام ترلاسه كړی