اسلام آباد 13 جون (اے پي پي) د عوامي مسلم لیګ مشر شېخ ??شید احمد وئيلي دي چې كه د عدالت پرېكړه زما په ضد هم راغلې وې نو ما ته به قبوله وه ٬ زه ??و نواز شريف نه يم چې د پرېكړې په ضد به چغې وهم چې زه ن?? منم۔ د شورو په ورځ د سترې محكمې نه بهر ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل مسلم ليګ (ن) چا چې د عدالتي پرېكړې نه سياست جوړ كړې ٶ ھغه د ھغوي سياسي مرګ جوړ شوې څوك چې زما سياسي مرګ وينې زه ?? ھغوي سياسي ژوند ليدل غواړم۔ ده د جون په 22مه نيټه په لياقت باغ كښې په حلقه اېن اے 60 د جلسه كولو اعلان هم وكړو۔ د يادونې وړ ده چې د شېخ ??شيد د نااهلۍ لپاره درخواست د مسلم ليګ نون شكيل اعوان دائر كړې او دا تور ئې پرې لګولې ٶ چې شېخ ??شيد د كال 2013 په ټاكنو كښې خپلې اثاثې پټې كړې وې ۔ د درخواست سماعت د جسټس شېخ ??ظمت سعید په مشرۍ كښې درې كسيزه ??نچ وكړو او د مارچ په شلمه نيټه ئې ?? دواړو ډلو دلائل اورېدو نه پس پرېكړه محفوظ كړې وه كومه چې 85 ورځې پس واورولې شوه