اسلام آباد ۔ 3 جولائی (اے پی پی)د سی پېک منصوبو اولنې پړاؤ به د روان كال په مهال ترسره شي۔ دوهم پړاؤ به 2020ء څخه تر 2025ء او درېم به په كال 2030 كښې ترسره شي۔ د 56 ارب ډالر په مصرف پېل كړې شوې سي ??ېك منصوبه د دواړو هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا ??و همغږۍ ښك??ره ثبوت دے۔ ګوادر څخه تر كاشغر ښار 2 زره 44 كلوميټره د دې اوږدې منصوبې ترسره كېدو سره به نه يوازې د پاكستان بنيادي اډانه قوي شي بلكې د توان او مواصلاتو په شمول يو شمېر نورې څانګې به مضبوطې شي۔ دې سره سره به د ملازمتونو پراخا موقعې رامخې ته شي۔ د سي ??ېك سېكرټرېټ ترمخه د دې منصوبې تر سېوري لاندې د توان څانګې پرمختګ ته خا?? پاملرنه كولې شي۔ دوئي ووئيل د امن او امان صورتحال ښه كېدو په سوب نن هېواد كښې د اربونو ډالرو سرمايه كاري كېږي او په ټوله نړۍ كښې پاكستان د آسيا ??امخې ته كېدونكې معيشت ګرځولې شي۔ د لوبو مېدانونه ودانېږي او اولس د پخوا په مقابله كښې زيات هيله لرونكې او څوكاله دے