اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دائمي استازې ډاكټر مليحه لودهي وئېلي دي نړيوال امن لپاره دې د مقبوضه كشمير او فلسطين شخړه هواره كړی شي۔د عمومي اسمبلۍ د 73مې غونډې نه وړاندې په نړۍ كښې د خوشحالۍ او استحكام خطرو او چېلنجونو د صورتحال په موضوع پاكستانې استازې ووئيل بايد مونږ د اوږدې مودې نه ??ل غوښتنونكې او پیچلې شخړې يوازې په دې نظرانداز نه كړو چې د دې حل په ظاهره مشكل ښكاري٬پاكستانې استازې ووئيل د غېر ملكي قبضې او د بنيادي حقونو پشمول د خپلواك?? د ??ق نه ??نكار د مقبوضه سيمو اوسېدونكو كسانو لپاره د ناانصافۍ احساس پېدا كوي٬د مقبوضه كشمير او فلسطين صورتحال د دې ځانګړی مثالونه ??ي٬دې ووئېل په فلسطين كښې د دوه رياستي حل امكانات د ټولو په وړاندې پھ منظم ډول ختمولې شي او د فلسطيني اولس په تشخص او بنيادونو د بريد هڅې كېږي۔پاكستانې استازې ووئيل د ملګرو ملتونو امن پوځ لپاره تر ټولو زيات افرادي قوت پاكستان ور??ړې او د امن په راوستلو كښې يې 150 اهلكارو ځانونه قربان كړي دي