اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدری فواد حسېن سره د رومانیه سفير ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال وفاقي وزير خپلو خبرو كښې ووئيل رومانیه د اروپائي ائتلاف يو مهم غړے هېواد دے٬ رومانيه سره كلتور٬ فلم ?? معيشت او د ميډيا په اړه مرسته غواړو٬ پاکستان سرمایه كارو لپاره زړه راښكونكې هېواد دے ٬د اروپا ټولو هېوادونو ته پاكستان ??ښې د سرمايه كارۍ بلنه وركوٶ۔ ده ووئيل د رومانيه فلم مېكرز د پاكستان ??ه شمالي سيمو كښې په سېل او شوټنګ ليدل غواړو كومې چې د ښكلا او سېلګرۍ په اړه ځانګړې مقامات لري ۔ده ووئيل د سېلګرۍ د لارې د پاكستان ??ه زړه پورې پېژندګلو رامخې ته كول غواړو۔ د اطلاعات وزير ووئيل د قدرتي وسائلو نه ډك بلوچستان ??ښې د سرمايه كارۍ زي??تې موقعې شته ۔ وفاقې وزير ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اولسي كچ رابطو ته وده وركولو ته اړتيا ده ۔ ده ووئيل د هنرمندانو او سېلګرو ډلو تګ راتګ سره به اړيكې وده ومومي ۔ د رومانيه سفير خپلو خبرو كښې ووئيل پاکستان ??ښې معیشت، میډیا او د كلتور په څانګو كښې اړيكو ته پراختيا وركول غواړو۔ ده د دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو لپاره كاروباري شراكت دارۍ ته په وده وركولو زور رواړو۔ ده پاكستان ??ښې د نوي حكومت د اصلاحاتي اېجنډ?? ستائنه وكړه