اسلام آباد 15 اکتوبر (اے پي پي) د صحت وف??قي وزير عامر محمود کیاني وئيلي دي حكومت ماشومان له د صحت مند سباٶن وركولو لپاره عزم لري ٬ خوندي او صحت مند سباٶن د موشامانو حق دے ٬ صحت مند او محفوظ پاكستا?? لپاره اقدامات كو?? زمونږ د ټولو ذمه واري ده۔ دا خبرې وف??قي وزير شري نه د بچ كېدو كمپائن پرانستې دستورې ته وېنا كښې وكړې۔ وف??قي وزیر ووئيل شري يو خطري رنځ دے ځكه چې دا په ټولنه كښې د يو ماشوم نه بل ته ډېر زر منتقل كېږي ٬ځكه د دې مخنيوي لپاره ګامونه پورته كول ډېر ضروري ??ي۔ ده ووئيل پاكستان په 13-2011 كښې د شري وباء سره مخ ٶ چې مخنيوي لپاره ئي په كال 15-2014 كښې په قامي كچه د شري په ضد ملي كمپائن پېل كړې شوې ٶ دغسې چې د دې رنځ مخه ونيولې شي۔ وفاقې وزير ووئېل ھغه هېوادونو كښې قامي كمپائن چلولې كېږي چرته چې د دې وباء خپرېدو اندېښنه وې او په دې تناظر كښې پاكستان كښې د نن نه د شري په ضد ملي كمپائن پېل كوٶ او هيله لرو چې ډېر زر به په دې رنځ قابو ومومو