اسلام آباد 29 اکتوبر (اے پی پی) د وزیراعظم د سیاسی چارو خاص مرستيال نعیم الحق وئيلي دي د پاکستان تحریك انصاف حکومت خپلو وړومبنو 100 ورځو كښې د کفایت شعارۍ اقداماتو پشمول ټین بلین ټری، کلین اینډ ګرین ډرائیو او نوې پاکستان هاؤسنګ سکیم په شان لوئ لوئ پروژې پيل كړې۔ پي ټي وي سره پ?? خپلو خبرو كښې ده ووئيل حکومت چې په وړومبنو 100 ورځو كښې كوم اقدامات كوي ، تيرو حکومتونو په 6 مياشتو كښې هم داسې كوم كار نه دې كړې۔ ده ووئيل پخوانو حکمرانان?? د ??پلو ذاتی ګټو لپاره قانون ناسمه كارول خو اوس به پھ هېواد كښې د قانون سرلوړي وي۔ ده ووئيل پاکستان پیپلز ګوند او پاکستان مسلم لیګ (ن) نه يواځې د هېواد ??عی??ت تباہ کړې بلکه د هېواد ادارو ته ئې هم زيان رسولې ۔ نعيم الحق ووئيل تيرو حکومتونو په اربونو روپۍ کرپشن کړې او اولسې ښېګړې له ئې څه هم نه دې كړي۔ ده ووئيل حکومت د هېواد ??عی??ت مستحکمولو له مثبت او كوټلې اقدامات کوي دغسې چې هېواد مخ په وړاندې لاړ شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده سندھ كښې د ګورنر راج لګولو ډنډورو تردید کولو سره وئيلي داسې كومه خبره نشته خ?? د ??ندھ وګړې د پاکستان پیپلز ګوند د حکمرانۍ څخه مایوسه دي۔ ده ووئيل د ځا??ې سرمایه کارو پشمول بهرني سرمایه کار پاکستان كښې سرمایه کارۍ كولو له خوښې لري دې لپاره حکومت سرمایه کارو له ښه چاپيرچل وركوي