اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم د سي ډي اے خاص مرستيال علي اعوان وئيلي دي چې د پول??سو په كاركردګۍ كښې لا ب??تري راوستلو لپاره په محكمه كښې اصلاحات ډېر ضروري دي۔ يو نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د پول??سو په محكمه كښې 75 فيصده افسران د 45 كلونو نه زيات عمر لر?? كومه چې محكمې لپاره د اندېښنې خبره ده۔ ده ووئيل چې د پول??سو محكمې ته د نړيوال معيار له مخې د تربيې وركولو هم سخت ضرورت دے۔ د سېف سټي پروژې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د دې پروژې له مخې په لګول شويو 1800 كېمرو كښې 600 كېمرې كار نه كوي ??و د كم معيار له امله پاتې كېمرې هم شناخت نه ش?? كولې۔ د نېب معاملو په اړه ده ووئيل چې نېب يوه آزاده اداره ده كومې چې خپل كار په آزادې سره روان ساتلې۔ د پي ټي آئي حكومت د احتساب عمل نه دې پېل كړے۔ ده ووئيل چې د پيپلز ګوند مشرانو په ضد ټولې مقدمې او رېفرنسونه د تېر حكومت په دور كښې درج شوي وو۔