اسلام آباد 04 دسمبر(اے پي پي) پاكستان او ايران د پنځه اربه ډالرو د كلن تجارت هدف ترلاسه كولو او د رېلوے رابطه كارۍ په لا بهتر كولو اتفاق كړې۔دا اتفاق د نهې په ورځ په خارجه دفتر كښې د پاكستان او ايران د دوه اړخيزه سياسي مشاورت د لسم پړاؤ په م??ال شوې۔د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه سېكترې تخمين?? جنجوعه او د ايران نائف خارجه وزير سيد عباس آراغچي په دې موقع د خپلو خپلو پلاو مشري وكړه۔د سياسي مشاورت په م??ال د دواړو هېوادونو ترمينځه د قونصلر٬اقتصاد٬تجارت او د سرحد په اړه د چارو جاج واخستلې شو۔دواړو هېوادونو كلن تجارت پنځه اربه ډالرو ته د رسولو په لار كښې د خنډونو په لرې كولو اتفاق وكړو۔په دې هم اتفاق وشو چې د دواړو هېوادونو د شريك اقتصادي كميسون 21مه غونډه به راتلونكې كال كولې شي۔د غونډې په م??ال دواړو هېوادونو په دوه اړخيزه غوره اړيكې د اطمينان څرګندونه وكړه٬پاكستان او ايران په افغانستان كښې د امن او استحكام بحالۍ لپاره په هڅو يو ډول دريځ لري۔دواړه هېوادونه د افغانستان د شخړې له امله زيات آغېز مند شوي۔دواړو هېوادونو په دې خبره هم اتفاق وكړو چې د افغانستان شخړه افغان دولت او اولس په مشرۍ ك??ې ?? سولې عمل سره حل كې??ې شي۔په غونډه كښې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه د سرغړونې د صورتحال٬د مينځني ختيز په شخړه او په سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم بحث وشو