اسلام آباد 16 جون (اے پي پي﴾ د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فر??وس عاشق اعوان وئيلي دي چې د كركټ په نړيوال كپ كښې به د پاكستان غيور لوبغاړي د هندي لوبغاړو په ضد بهادرې سره مېدان ته راوځي٬ ټول قوم د قومي لوبډلې بريا لپاره دعا كوي٬ِ زمونږ لوبغاړي عزم٬ حوصله او همت لري٬ په خپل ځان او الله توكل او ب??ور ساتلو سره مېدان ته ورتلل دي?? هغه لوبغاړې كله ماتې نه خوري چې خپله حوصله لوړه وساتي۔ د مېچ نه وړاندې د كركټ قومي لوبډلې په نوم په خپل پېغام كښې ډاكټر فر??وس عاشق اعوان ووئيل چې زما دعا تاسو سره ده٬ د ټول قوم دعاګانې تاسو سره دي۔ هغې ووئيل چې لوبغاړي دې خپله حوصله لوړه وساتي٬ قوم د خپلو بچو نه د پوره مقابلې توقع لر??۔ ډاكټر فر??وس عاشق اعوان ووئيل چې ټيم ورك د كاميابې ضمانت دے٬ ځكه تاسو ټيم ورك سره لوبه وكړئ۔ هغې ووئيل چې ټول قوم يوه نع??ه لګوي چې د پاكستان د كركټ لوبډله نن د هند په ضد كاميابي ترلاسه كړي۔