اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي﴾ د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د مغليه شاهي كورنۍ په ضد د بغاوت بېرغ پو??ته كولو مطلب د نوي پاكستان په قافله٬ نظريه او مشرتابه د باور څرګندونه ده٬ د رانا ثناالله لخ??ا په خپلو صفونو كښې د بغاوت اعتراف د ن ليګ په سياسي مورچه كښې د واضح شګاف ثبوت دے۔ د ګل په ورځ په خپل ټويټ كښې هغې ووئيل چې پنجاب سره تعلق لرونكو د اسمبلۍ غړو لخوا وزيراعظم س??ه ملاقات د ن ليګي مشرتابه د آمرانه سوچ٬ شاهانه مزاج ا?? سياسي لمېټډ كمپنې په ضد بغاوت دے۔ دا غړي مورثي غلامې لپاره تيار نه دي۔ هغې ووئيل چې مسلم ليګ نه كومه بيانيه لري او نه كوم مشرتابه۔ د وزيراعظم خاص مرستيالې ووئيل چې د جمهوريت او د آئين د بالادستې د خبرې كوونكو د خولې نه د مېنځنې مودې د ټاكنو خبره كوم جمهوريت دے۔ هغې ووئيل چې د پاكست??ن سباؤن سره د لوبې كوونكو سباؤن تور شوے۔