اسلام آباد ۔ 28 اک??وب?? (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني وئيلي دي پاكستان او آسټرېليا په مهمو نړيوالو چارو يو ډول دريځ خپل كړې۔ګوادر به د منطقې په رابطه كارۍ كښې مهم كردار ترسره كړي۔مقبوض?? كشمير كښې د كرفيو لامله انساني بحران رامخې ته شو?? ۔ نړيواله ورورولي دې د مقبوض?? كشمير صورتحال فوري نوټس واخلي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ آسټریلین هائی کمشنر ډاکټر جیو فیری شاکی سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو خبرې وشوې او دوه اړخيزه مرستې ته په وده وركولو سلا راغله۔ د سېنېټ چیئرمېن ووئيل دواړه هېوادونه يو بل سره د حكومت او پارلمان په كچه غوره اړيكې لري۔ د دواړو هېوادونو ترمينځھ د پارلماني مرستې لا زياتولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل د پاكستان او آسټرېليا ترمينځھ د زده كړو په شمول بېلو څانګو كښې د مرستې پراخه كولو ګنجائش شته۔ ده ووئيل د آسټریلیا سرمایه کار ګوادر كښې بېلو څانګو كښې سرمايه كاري كولې شي۔ ده ووئيل د ګوادر ماسټر پلان منظور شو?? اور پرمختيائي عمل تندۍ سره مخ په وړاندې روان دې۔ د سېنېبټ چيئرمېن آسټریلین هائی کمشنر د مقبوض?? كشمير صورتحال څخه خبرولو سره ووئيل د اوږدې مودې كرفيو لامله انساني بحران رامخې ته شو??۔ ده ووئېل نړيواله ورورولي دې د مقبوض?? كشمير صورتحال فوري نوټس واخلي۔ هند د انسانيت په ضد جرمونو كښې ككړ دې۔ ملاقات كښې آسټریلین هائی کمشنر ووئيل د مسئلې سولييز حل د مذاكراتو د لارې ممكن دے۔ ده ووئيل آسټریلیا بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته وده وركولو له خوښي لري