ميانوالي 22 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د جمعې په ورځ په ميانوالي كښې د مور او ماشوم روغتون٬ د سرګودها ميانوالي سړك ډبل كولو او موجوده سكولونه اپ ګرېډ كولو ٬ د نوو سكولونو جوړولو ٬ ميانوالي كښې د وا??ر سپلائي سکيم بحالۍ، ښار او كليو كښې د سړكونو بحالۍ او پلنوالې ٬ خټك بېلټ عيسي خېل لپاره د وا??ر سپلائي سكيم پشمول د بېلا بېلو پرمختيائي منصوبو د بنياد تيګه اېښودو سره سره د وا??ر سپورټس او ټورازم كلب پرانسته كړې ۔ تفصيلات له مخې د 200 كټونو د مور او ماشوم روغتون د لګښت اندازه 4 اربه 78 كروړه 20 لكه ٬ د سكولونو جوړولو اپ ګرېډېشن او په آسانيو د لګښت اندازه 3 اربه٬ لس لكه 40 لكه روپۍ ٬ د ميانوالي د پوهنتون د فېز ون د لګښت اندازه 30 كروړه ٬ د ميانوالي ضل?? د 62 وا??ر سپلائي سكيمونو بحالي٬ عيسي خېل٬ داٶد خېل او كمر مشاني كښئ د سېوريج منصوبو د لګښت اندازه يو ارب 37 كروړه 20 لكه ٬ د سرګودھا ميانوالي سړك ډبل كولو فېز ون د 36.63 ??لو??ټره اوږد والې د لګښت اندازه 4 اربه 83 كروره٬ د 236 ??لو??يټره اوږدو كليوالو سړكونو بحالۍ او د جوړولو د لګښت اندازه 4 اربه 23 كروره ٬ د لس ??لو??يټره اوږد ضل?? ميانوالي د 7 ميونسپل و اربن روډونو د جوړولواو بحالۍ اندازه 30 كروړه روپۍ لګولې شوې ۔ وزيراعظم ميانوالي كښې د وا??ر سپورټس او ټورازم كلب هم پرانسته كړې