اسلام آباد 28 نومبر (اے پی پی) تجارت لپاره د وزیراعظم سلاحكار عبدالرزاق داؤد وئيلي دي افریقه په 54 هېوادونو مشتمل دويم لوئ براعظم دے، بايد مونږ د افریقې هېوادونو كښې تجارتی موقعو څخه ګته پورته كړو، په راروانو 5 كلونو كښې به مونږ له د افریقې سره خپل تجارتی يو په دوه كول وي۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د زيارت پھ ورځ خارجه وزارت كښې د افریقې هېوادونو كښې د پاکستان سف??رانو کنفرنس په دويمه ورځ ابتدائی ناستې ته خپل خطاب کښې وكړه۔ کنفرنس كښې په افریقائې هېوادونو كښې د پاکستان سف??ران٬ د سرمایه کارۍ ب??رډ چیئرمېن ، د سټيټ بانك ??ورنر، خارجه سيكتر او د تجارت س??كتر هم ګډون كولو۔ د تجارت س??احكار ووئيل د افریقې هېوادونو جی ډی پی به راتلوونكو كلونو كښې 29 ټریلین ډالره ته ورسيږي ۔ ده ووئيل مونږ له به د دې مهمو موقعو څخه ګټه پورته كولو سره خپلې تجارتي رابطې زياتول وي۔ ده ووئيل په دې خوشحاله يو چې نن زمونږه ج??ړې شوي ټريكټرې دافریقې زياتوره هېوادونو ته لېږلې کېږي۔ په راروانو 5 كلونو كښې به د افریقې سره زمونږ تجارتی يو په دوه كول وي۔ ده ووئيل مونږ له به د خپلواكه تجارتې لوظنامو د لارې د تجارت زياتولو موقعو څخه ګټه پورته كول وي۔ ده ووئيل پاکستان به پھ 30/31 جنوری 2020ء نیروبی كښې تجارتی کنفرنس كښې ګډون كوي۔ ده ووئېل زه پھ دې مهم کنفرنس كولو خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی او خارجه وزارت له مبارکي وركوم۔په دې موقع د سرمایه کارۍ ب??رډ چیئرمېن زبیر ګیلانی ووئيل د افریقې هېوادونو كښې د تجارت ودې له زياتې موقعې شته د كومو څخه استفادې كولو له به چې مونږ له شريك اقدامات کول وي۔ دې نه پس د تجارت س??كتر احمد نواز سکھیرا د افریقې هېوادونو سره د پاکستان د تجارت نوعیت، تجارتی حجم او تجارتی شميرې په اړه ګډون كوونكو له بریفنګ وركړو او سرمایه کارۍ زياتولو له ئې بيل تجویزونه وركړل۔