اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) اطلاغات او خپرونو ??پاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي د حکومت قانوني ډله به د پخواني اولس مشر جنرال (ر) پروېز مشرف په ضد د تفصيلي پرېكړې په غور لوستې نه پس د خپل لائحه عمل پرېكړه كوي ٬ حكومت به انصاف سر?? اودرېږي٬ په سنګينه غدارې کېس كښې د اپيل پرېكړه د مشرف وكيلانو ??ه كول دي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان دا خبرې په انفارمېشن سر??سز اكېډېمۍ كښې “د خبريالانو ??ردار او د سباٶن چيلنجونو” په سرخط ميډيا وركشاپ ته وېنا او خبريالانو سر?? خپلو خبرو كښې وكړې۔ د پروېز مشرف په ضد د خاص عدالت د تفصيلي پرېكړې پحقله د پوښتنې په ځواب ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل هم نن خاص عدالت خپله تفصيلي پرېكړه جاري كړې ٬ د حكومت قانوني ډله به په غور د مطالعې نه پس د خپل لائحه عمل پرېكړه كوي ۔ ده ووئيل پي ټي آئي به د خپل بنيادي منشور له مخې تل انصاف سر?? ولاړه وي ٬ پرېكړه كېدل او په پرېكړه كښې دننه انصاف په نظر راتلل دوه جلا جلا څيزونه دي كه دې پرېكړه كښې هم انصاف شوې وي نو حكومت به انصاف سر?? اودرېږي او كه پرېكړه كښې د انصاف تقاضې سر ته نه وي رسولې شوې نو بيا به د انصاف لټون له انصاف ته رسي۔ د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل په دې پرېكړه كښې حكومت له نه د پروېز مشرف وكيلانو ??ه د اپيل پرېكړه كول دي٬ چې كله اپيل وكړې شي نو حكومت به د اپېل دائر كېدو نه پس د اپېل د قانوني اړخونو ??تلو نه پس پرېكړه كوي٬ حكومت به انصاف په زور د اخستو نه بلكې د قانون او د قانون دفاع سر?? ولاړ وي۔ د دې نه وړاندې د ميډيا ورکشاپ ګډون كوٶنكو ته خپله وېنا كښې ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د وزيراعظم عمران خان وژن له مخې پي آئي ډي آټو مېشن او ډيجيټلائزېشن پلو بيايو٬ خبريالانو ??پاره د نړيوالې كچې موقعې راوړوندې كوٶ٬ د خبريالانو صلاحيتونه زياتېدو سر?? به ذمه وار صحافت وده ومومي۔ دې ووئيل مونږ هڅه كوٶ چې قامي او سيمه ايزو ورځپاڼو ته د سر??ولېشن له مخې په مېرټ اشتهارونه وركړې شي او په دې لړ كښې د ميډيا او اشتهاراتو د پاليسۍ مسوده وزيراعظم ته وړاندې كړې شوې ده۔ ده ووئېل وزيراعظم په دې معامله ټولو شراكتدارو سر?? د مشاورت نه پس مسودې ته حتمي شكل وركولو لپاره امر كړې۔ دې ووئيل سيمه ايزې ورځپاڼې سيمه ايزې مسئلې رامخ?? ته كولو او حكومتي پاليسۍ اولس ته رسولو كښې مهم كردار لوبوي ٬ د دوي د مسئلو لرې كولو كښې به د اطلاعات او خپرونو ??زارت٫ پي آئي ډي او اړوندې ادارې خپل بشپړه كردار لوبوي۔ دې ووئيل د وزيراعظم د مشن له مخې اشتهارات به هم حق حقدار ته د رسولو له مخې وركولې شي۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل مونږ ته د سر??ولېشن په بنياد راپور شوې چې 2 كروړه ورځپاڼې هره ورځ شائع كېږي خو د بېلا بېلو ذريعو د لارې د چېكنګ نه پس معلومه شوې چې هر ورځ د چاپ كېدونكو ورځپاڼو شمېره د لس لكه نه هم كمه ده۔ دې ووئيل اے پي اېن اېس٬ سي پي اېن اي ٬ پي بي اے او نورو صحافتي تنظيمونو ته خواست شوې چې د سيمه ايزو ورځپاڼو د مسئلو حل ٬ د ميډيا وركرز د حقونو تحفظ لپاره خپل خپل كردار ولوبوي۔ دې ووئيل چين، قطر، جاپان، ترکيه، اروپائي ائتلاف، جائيکا، سيډا او د يو اېس اے آئي ډي پشمول نړيوال ډونرز سر?? د پاكستانو خبريالانو د سكالرشپس او تربيې موقعو لپاره خبرې روانې دي٬ خبريالانو ??پاره د نړيوالې كچې موقعې راوړوندې كوٶ٬ د خبريالانو صلاحيتونه زياتېدو سر?? به ذمه وار صحافت وده وموي۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د ميډيا وجود د جمهوريت وجود سر?? تړلې دے٬ حكومت به د دې روزنې او د ادارو په مستحكم كولو كښې خپل كردار لوبوي۔ دې ووئيل په ريجنل پرېس كلبز كښې آئي ټي ډسك جوړٶو او د پېنډۍ اسلام آباد پرېس كلب څخه به پائلټ پراجېکټ پېل كوٶ