اسلام آباد 08 جنوري (اے پي پي) د ځوانانو چارو لپاره د وز??راعظم خاص مرستيال عثمان ??ار وئيلې دي په وړومبي ځل ځوان??ن هنر منده جوړولو لپاره د تعليم وز??ر په مشرۍ كښې خاص ټاسك فورس جوړ كړې ٬ دا پروګرام د وز??راعظم عمران خان لخوا ځوانانو لپاره د نوي كال ډالۍ ده ٬ په پروګرام كښې به سپېځلتيا او مېرټ باوري كولې ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د هنر مند پاكستان پروګرام په اړه ميډيا ته د بريفنګ په مهال كړې۔ ده ووئيل په تېر وخت كښې ځوانانو لپاره دومره لوے پروګرام نه ٶ پېل شو٬ دا پروګرام باقاعده تحقيق او منصوبه بندۍ سره پېل كوٶ٬۔ ده ووئيل (نن) د زيارت په ورځ به وز??راعظم عمران خان د دې پروګرام پرانسته كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په كامياب جوان پروګرام كښې به هېڅ ډول سياسي لاس وهنه نه وي ٬ ځوانانو ته به خپل كاروبار پېل كولو لپاره د لس اربه روپو قرض وركولې شي٬ ځكه چې وز??راعظم کامياب جوان پروګرام يو لوے پروګرام دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ځوانانو لپاره انټرنشپ پروګرام، ګرين يوتھ موومنټ پېل كوٶ۔ ده ځوانانو ته باور وركړٶ چې هنر مند پروګرام په مېرټ آډانه دې۔ ده ووئيل وز??راعظم عمران خان ځوانانو ته آسانۍ وركوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ځوانانو ته به د كامياب جوان پروګرام د لارې قرض وركولې شي چې مقصد ئې دوي ته د كاروبار ?? لارې روزګار وركول دي او دا قرض به ھغه كس ته وركولې شي څوك چې د كاروبار ښه آئيډيا لري