اسلام آباد ۔ 21 فروری (اے پی پی) وز??راعظم عمران خان (نن) د جمعې پ?? ورځ د ليه دورې په مهال د ”احساس اثاثو وركولو پروګرام” پېل كوي ۔ د وز??راعظم میډیا آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې وز??راعظم به مظفر ګړھ كښې د مظفرګړھ – ډیرہ غازی خان دوه اړخيزه سړك پرانسته او د رجب طيب اردګان روغتون ټرسټ دوره كوي۔ په اثاثو منتقلۍ پروګرام كښې د بې وزلۍ كرښې څخه لاندې ژوند كوؤنكو ته كوچنۍ اثاثې وركول شامل ??ي دغسې چې هغوي د روزګار د لارې بې وزلۍ څخه بهر شي۔ اثاثو كښې څاروي (چېلۍ ٬ غواګانې ٬ مېخې او چرګان) ، د كركيلې آلات ، چنګچی رکشه باډی، وړو دوكاندارانو او وړو كاروباري ادارو له آلات شامل ??ي۔ دا پروګرام د پاكستان څلورو واړو صوبو د 23 تر ټولو بې وزله وداني لرونكو ضلعو په 375 يونين كونسلو كښې پېل كولې شي۔ د پروګرام هدف د مستحقو كورنيو (60 فیصده مېرمنو او 30 فیصده ځوانانو) ته 200,000 اثاثې وركول دي چې دائره به ئې د نتيجو په بنياد پراخه كولې شي۔ د دې پروګرام بجټ 15 بلینه روپۍ دے او دې څخه به په مجموعي توګه 1.45 ملينه كسان استفاده كوي۔ دا پروګرام د تېرې مياشتې په 31 مه نېټھ پېل كړې شوي كوم چې د احساس كفالت پروګرام برخه دے۔ د كال تر پايې به نزدې 7 ملينه مستحقو مېرمنو ته 2000 روپۍ مياشتنيزه وظيف?? وركولې شي۔ د اثاثو منتقلي پروګرام مستحقين د سود نه پاكې قرض ترلاسه كولې شي۔ د پنجاب صوبې هغه ضلعې چرته چې دا پروګرام پېل كولې شي هغو كښې ډیرہ غازی خان، جھن?? او لیه شاملې ??ي۔ د خېبر پختونخوا 10 ضلعو كښې اپر کوهستان، لوئر کوهستان، پالاس کولائی، تورغر، بټ ګرام، شانګله، قطبي وز??رستان، سوئيلي وز??ر ستان، ډیرہ اسمعیل خان او ټانک شامل ??ي۔ د بلوچستان درې ضلعو جھل مګسی، ژوب او شهرانی او د سندھ بدین، ټھټھھ، سجاول، کشمور، شکار پور، تھرپارکر او عمر کوټ ضلعو كښې دا پروګرام پېل كولې