اسلام آباد 20 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان په اسلام آباد كښې كار كوٶنكو ټولو ډاكټرانو او طبي عملې له د يوې مياشتې د اضافې تنخا وركولو منظوري وركولو سره وئيلي دي په دې سخت وخت او په ناوړه وضعه كښې د انسانيت خدمت كوونكو ډاكټرانو او د طبي عملې جذبه او خدمات د ستائنې وړ دي۔ دا خبرې ده د زيارت په ورځ د كرونا وائرس صورتحال پ?? اړه د جاج اخستو غونډې مشرۍ كولو په مهال و??ړې۔ په غونډه كښې د اقتصادي چارو وفاقي وزير محمد حماد اظهر، د نېشنل فوډ سېكورټي وفاقي وزير مخدوم خسرو بختیار، د منصوبه بندۍ وزير اسد عمر، اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستياله ډاکټر فردوس عاشق اعوان، قامي صحت لپاره خاص مرستيال ډاکټر ظفراللہ مرزا، خاص مرستيال ډاکټر معید یوسف، د اېن ډي اېم اے چئیرمېن لېفټنېنټ جنرال محمد افضل، كرونا لپاره د وزیراعظم فوکل پرسن ډاکټر فېصل سلطان او نورو لوړ پورو ګډون وكړو۔ ډاکټر ظفراللہ مرزا وزیرِاعظم هېواد كښې د كرونا وائرس د تازه صورتحال نه خبر كړو۔ د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر د كرونا صورتحال په تناظر كښې د معاشي او انتظامي اقداماتو په خاص توګه سندھ٬ بلوچستان او پنجاب كښې د غنمو د تعطل نه غېر د ترسيل٬ د صنعتی یونټس روانو ساتلو، د سي پېك په منصوبو عملدرآمد، د وفاق او صوبو ترمېنځه د کوآرډینیشن بهترۍ او د كرونا پ?? اړه د مصدقه ډېټا راجمع كولو پ?? اړه د شوو جامع اقداماتو او پېشرفت پ?? اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ په عونډه كښې پرېكړه وشوه چې د نېشنل کوارډینیشن کمېټۍ د راتلونكې غونډې له ??خې به کثیر الضابطه ریسرچ كمېټۍ جوړولې شي كومه چې به د بېلا بېلو څانګو پ?? اړه خپل سفارشات مرتب كولو سره كمېټۍ ته وړاندې كوي دغسې چې د دې سفارشاتو په رڼا كښې د سباٶن د لائحې تعين وكړې شي۔ د مصدقه ډېټا پ?? اړه خپلو خبرو كښې وزیرِ اعظم ووئيل په اوسنۍ وضعه كښې سم او په حقيقت آډانه ډېټا زيات اهميت لري۔ ده ووئيل د سمې ډېټا پ?? اړه به هېڅ ډول بې غوري اونه زعملې شي۔ وزیرِ اعظم ووئيل د كرونا وائرس مخنيوي پ?? اړه د بېلا بېلو هېوادونو لخوا د شوو اقداماتو هم پرله ??سې جاج اخَلو دغسې چې د هېواد د وضعې او پېښو له ??خې غوره ګامونه پورته كړې شي۔ وزیرِ اعظم ووئيل د پاکستان وضعه د نړۍ نه مختلف ده، دلته زمونږ مقابله ??وازې كرونا سره نه بلكې غربت او بې روزګارۍ سره هم ده، هره پرېكړه به د زمكيزو حقائقو له ??خې كولې شي۔ د اېن ډي اېم اے چیئرمېن وزيراعظم د كرونا تشخیص لپاره د مطلوبه میډیکل سهولیات، کټس، وینټی لیټرز او نورو آلاتو د ترلاسه كېدو او په دې لړ كښې د شوو اقداماتو په تازه وضعه بريفګ كړو۔ وزیراعظم ته ووئيل شول په ابتدائي توګه دوو نجي لېبارټرو ته د اېم ډي اېم اے لخوا د ټېسټ آلات وركولې شي دغسې چې د ټېسټ په خرڅونو كښې زيات كمې راوستلې شي۔ د دې تجربې له ??خئ به دا آسانۍ نورو څلوارلس لېبارټرو ته هم وركولې شي۔وزیرِ اعظم عمران خان په اسلام آباد كښې كار كوٶنكو ټولو ډاكټرانو او طبي عملے له د يوې مياشتې د اضافې تنخا اصولي منظوري هم وركړه٬ په دې سخت وخت او په ناوړه وضعه كښې د انسانيت خدمت كوونكې ډاكټران او د طبي عملې جذبه او خدمات د ستائنې وړ دي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل حكومت د صحت څانګې سره د تړون لرونكې عملې ټول ضرورتونه په ترجيحي بنيادونو د ترسره كولو عزم لري۔